IQNA

6:39 - December 22, 2024
د خبر لمبر: 3490346

په افغانستان کې هر کال په سرطان ناروغۍ  څوارلس زره زیات کسان مري

ایکنا - که څه هم دا مهال په افغانستان کې د سرطان په وژونکې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر پنځه سوه زره ښوول کېږي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

په افغانستان کې هر کال په سرطان ناروغۍ  څوارلس زره زیات کسان مري

ایکنانیوز د آزادۍ ریډیو ویب پاڼې له قوله راپور راکوي،په  افغانستان کې په سرطان د اخته کسانو د شمېر پر زیاتېدو او په دې وژونکې ناروغۍ د مړینو پر زیاتوالي  مرستندیو او خیریه موسیسو سخته اندېښنه وښودله.

په  افغانستان  کې لا هم د سرطاني ناروغیو د درملنې او تشخیص امکانات په نشت حساب دي او ګڼ کسان مجبوره کېږي خپل ناروغان ګاونډیو هېوادونو ته ورسوي.

 دافغانستان د روغتیايي سکټ‍ر د معلوماتو له مخې، هر کال په افغانستان کې تقریباً ۱۹زره ۴۵۰ کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي، له بده مرغه ۱۴زره ۷سوه ۴۶ وګړي د دې ناروغۍ له کبله مري. زموږ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې په سرطان د ټولو اخته کسانو شمېر شا و خوا پنځه لکه کسانو  ته رسېږي.»

هغه کسان چې په سرطان اخته ناروغان لري وايي، له بېوځلۍ کړېږي او په دې نه پوهېږي چې د خپلو ناروغانو درملنه څنګه وکړي.

په افغانستان کې د سرطان په وړاندې د مبارزې بنسټ مشر ډاکټر شفق شینواری وايي، دوی له روغتیايي سیکټر سره په ګډه هڅه کوي چې په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د درملنې امکان برابر کړي:

که څه هم دا مهال په افغانستان کې د سرطان په وژونکې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر پنځه سوه زره ښوول کېږي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

https://da.azadiradio.com/a/31265354.html    

captcha